
پېښور ۔ 26 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران وزير اعلی محمد اعظم خان وئيلي دي نګران صوبائي حكومت د اولنې ورځې نه صوبې ته د پېښو مسئلو حل كولو له كوټلې هڅې كوي٬ د بېلو فېډرل ټرانسفرز په مد كښ د وفاقي حكومت په ذمه د اربونو روپو بقايا جات دي٬ پخوانۍ قبائلي سيمې په صوبه كښې ضم شوي دي٬ خو په اېن اېف سي كښې دوي ته خپله برخه وركولې نه شي۔ د جمعې په ورځ د چارسدې دورې په مهال ميډيا سره خبرو كښې نګران وزيراعلی ووئيل د صوبې د مالي ستونزو د هواري لپاره مې وزيراعظم او د خزانې وزير ته څو خطونه ليكلي دي او په دې لړ كښې مو مرسته غوښتې ده۔ ده ووئيل تېره ورځ د وزيراعظم شهباز شريف د پېښور دورې په موقعه دسياسي مشرانو په ملګرتيا كښې مې هغه سره ملاقات وشو٬ په ملاقات كښې صوبې ته په پېښو مسئلو بشپړه خبرې وشوې۔ ده ووئيل په دې سياسي لارښودو مشتمل جرګه ځان سره اخستو سره به ډېر زر وزيراعظم سره په اسلام آباد كښې ملاقات وكړم۔ ده ووئيل صوبه مالي ستونزو څخه ويستل لومړۍ ترجيح ده٬ دې لپاره به ټولې ممكنه هڅې كولې شي۔ ده ووئيل كه په صوبه كښې كومه بدعنواني شوې وي نو ددې پلټنې كول د نېب او نورو اړوندو ادارو كار دے