د ټېكسټائل صنعت د پاكستان د ملاتير دے٬ پاكستان په نړۍ كښې پومبه پېدا كوٶنكې پنځم هېواد دے۔ زبېر موتي والا

کراچۍ 26 مئي (اے پي پي) د ټريډ ډويلپمنټ اتھارټي پاکستان چيئرمېن زبېر موتي والا وئيلي دي چې د ټېكسټائل صنعت د پاكستان د ملاتير دے٬ پاكستان په نړۍ كښې پومبه پېدا كوٶنكې پنځم هېواد دے۔ د جمعې په ورځ په كراچۍ كښې ټيکسټائل اېکسپو ته خپله وېنا كښې ده ووئيل مونږ ډېر اوږد سفر كړے دے٬ د هنډي كراپټ نه اوس جديد طرز مېنوفېكچرنګ ته راغلے يؤ۔ ده ووئيل مونږ د نړۍ هر لوي برانډ ته سروسز وركوٶ۔ ده ووئيل پاکستان ټيکسټائل د خپل معيار له امله په نړۍ كښې ځانګړې حېثيت لري٬ په دې څانګه كښې ډېر صلاحيت دے او مونږ په دې څانګه كښې جدت راولوٶ۔(