د نګران اعلی وزير محمد اعظم خان د وومن اينډ چلډرن روغتون رجړ دوره

پېښور ۔ 26 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران اعلی وزير محمد اعظم خان د جمعې په ورځ د وومن اېنډ چلډرن روغتون رجړ ٬ چارسدې دوره وكړه۔ اعلی وزير په روغتون كښې د نوي آکسیجن جنرېشن پلانټ پرانسته وكړه۔ دا آکسیجن پلانټ د یونیسف مرستې سره د 105 ملین روپو په لګښت لګولے شوے دے۔ دا پلانټ په يو منټ كښې د 500 لېټر آكسجين جوړولو استطاعت لري۔ د دې پلانټ نصب كېدو سره به په روغتون كښې د آكسيجن پرله پسې رسنه باوري كړې شي او دا پلانټ به د چارسدې او نورو اړوندو سيمو روغتونونو ته هم آكسيجن وركوي۔