
پیښور 25 مئي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی محمد اعظم خان په كوربتوب كښې آل پارټيز كنفرنس وشو۔په وزيراعلٰی هاؤس كښې صوبې ته رامخې ته شوو د مالي مسئلو حل لپاره نګران وزيراعلٰی محمد اعظم خان په كوربتوب كښې آل پارټيز كنفرنس كښې د عوامي نېشنل پارټي خېبرپښتونخوا صدر ايمل ولي خان٬سېكرټري جنرل سردار حسېن بابك او جواد خټك ګډون وكړو۔د خزانې محكمې چارواكو لخوا د غونډې ګډون كوونكو د صوبې مالي مسئلو او وفاق سره د تړلو مالي چارو په اړه بريفنګ وركړو۔د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي صدر ايمل ولي خان په هر فورم د صوبې مقدمه كولو او حقونو لپاره سياسي تړون نه پرته شريكو هلو ځلو كښې د هر ډول مرستې باور وركړو۔