د وزيراعظم محمد شهباز شريف د وفاقي وزيرانو سره د پېښور په تفصيلي دوره مننه ك وم۔ ګورنر حاجي غلام علي

پېښور 25 مئي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د پاكستان شهيدانو د تكريم ورځې په موقع د وزيراعظم محمد شهباز شريف٬وفاقي وزيرانو اسحاق ډار٬رانا ثناﺀ الله خان٬احسن اقبال او مريم اورنګزېب د پېښور په تفصيلي دوره مننه كړې او وې وئيلې دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره په ملاقات كښې د ضم شوو ضلعو پشمول د صوبې اولس ته رامخې ته شوو مسئلو او په خاص توګه په بلدياتي ټاكنو كښې د ټاكلو شوو ميئرز او نورو بلدياتي استازو په مسئلو د خيالاتو څرګندونه شوې او د هغوي لپاره په خاص توګه د فنډ جاري كولو خواست شوے ۔ده ووئېل د مئي 9مه نېټه به د هېواد د تاريخ تورې ورځ په توګه ياد ساتلې شي٬د صوبې اولس او د ژوند هر څانګې سره تعلق لرونكې د مئي د 9مې نېټې په ضد يو دے٬ د صوبې اولس د داسې سوچ لرونكو څخه لاتعلق شوے او په خاص توګه د ضم شوو ضلعو اولس د قامي ادارو په ضد د دې ناوړه كمپائن مرسته نه ده كړی او بيا چرته هم دا ډول كوم احتجاج نه دے شوے۔ ده ووئېل قامي ادارې او د پاكستان شهيدان زمونږ وياړ دے٬د ضم شوو ضلعو پشمول د صوبې اولس په دې پوهه شوے چې قامي ادارو ته زيان رسونكې د هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ په ضد دي۔ده په صوبه كښې د امن او امان٬مالياتي چارو او نورو مسئلو حل كښې د خاص خوښۍ اخستو٬د رېډيو پاكستان دورې كولو٬د ملازمينو د ډاډګيرنې او د هغوي غوښتنې په پوره كولو هم د وزيراعظم او وفاقي ويرانو مننه وكړه او هغوي ته يې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔