پېښور 25 مئي (اے پي پي) د پاکستان تحريک انصاف لارښود او پخوانو وزيرانو اعظم سواتي او مراد سعيد د ګرفتارۍ په ضد او د مقدمو تفصيل وركولو لپاره عدالت كښې درخواست دائر كړے ۔ په پېښور هائيکورټ كښې د قاضي انور اېډوکېټ، شاہ فېصل اتمانخيل او قيصر علي شاہ اېډوکېټ په وساطت سره په دائر رټ پيټشن كښې عدالت ته خواست شوے چې دواړه سرنډر كېدو ته تيار دي ٬ دې لپاره دې دوي ګرفتار نه كړے شي۔ په دائر كړي درخواست كښې وفاقي او صوبائي حكومت٬ د خېبر پښتونخوا پوليس آئي جي او داخله سېكرټري فريق جوړ كړے شوي