پېښور 25 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي په نهم او لسم مئي سول او دفاعي تنصيبات په نخښه كوٶنكې هېواد دښمنه عناصر كه مو انجام ته ونه رسول نو قام به مونږ معاف نه كړي، يو بې ګناه سره به زياتے نه كېږي، په سول ودانيو د بريدنو كوٶنكو په ضد به د ترهګرۍ مخنيوي اېكټ او په دفاعي تنصيبات د بريد كوٶنكو او منصوبه …
سول او دفاعي تنصيبات په نخښه كوٶنكې هېواد دښمنه عناصر كه مو انجام ته ونه رسول قام به مونږ ونه بخښي ، يو بې ګناه سره به زياتے نه كېږي۔ وزيراعظم شهبازشريف

مزید خبریں
پېښور 25 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي په نهم او لسم مئي سول او دفاعي تنصيبات په نخښه كوٶنكې هېواد دښمنه عناصر كه مو انجام ته ونه رسول نو قام به مونږ معاف نه كړي، يو بې ګناه سره به زياتے نه كېږي، په سول ودانيو د بريدنو كوٶنكو په ضد به د ترهګرۍ مخنيوي اېكټ او په دفاعي تنصيبات د بريد كوٶنكو او منصوبه سازو په ضد به دفاعي ادارو ته د ترلاسه آئيني اختيار له مخې كاروائي كولې شي۔ د زيارت په ورځ په ګورنر هاوس كښې د امن او امان پحقله غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل دا غونډه څو ورځې وړاندې د رابللو پرېكړه شوې وه٬ د مصروفيات له امله دا غونډه ونه كړې شوه٬ د مئي په نهمه او لسمه د رامخې ته شوو دړېدونكو پېښو پحقله په زوم غونډه شوې٬ په ھغه ورځ د پاكستان دښمن نما دوستانو ترهګري وكړه او د پاكستان په دفاعي تنصيبات بريد كولو سره ئې ھغه كار وكړو كوم چې دښمن په 75 كالو كښې نه ٶ كړے ۔ده ووئېل وفاقي حكومت صوبائي حكومتونو او ادارو سره په ګډه دا پرېكړه كړې چې په سول تنصيبات د بريد كوونكو او د وران كارو او د منصوبه سازو په ضد به د ترهګرۍ مخنيوي اېكټ قانون له مخې كاروائي كېږي او په دفاعي تنصيبات د بريد كوٶنكو په ضد قانون چې كوم اختيار دفاعي ادارو ته وركړے د ھغې قانون له مخې به كاروائي كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل دا سپارښتنه شوې چې يو بې ګناه ته زيان ونه رسولے شي او چا سره هم زياتې ونه شي خو چې كوم كسان بالواسطه يا بلاواسطه په هېواد دښمنۍ كښې ملوث وي يا ئې منصوبه بندي كړې٬ ھغه ټول په دې جرم كښې شامل دي او دوي ته بايد د قانون له مخې سزا وركولې شي، ګني نو قام به مونږ معاف نه كړي او كه مونږ خپل قامي فرض د امانت په توګه ترسره نه كړو نو دې سره به پاكستان ته ناقابل تلافي زيان ورسي









