د عمران خان حكومت د هېواد په ضد سازشونو نه غېر بل هېڅ نه دي كړي ٬ انجينئر امير مقام

پېښور ۔22مئی(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو٬ د قومې ورثې او كلتور صلاكار امير مقام وئيلي دي د عمران خان حكومت د هېواد په ضد د سازشونو نه غېر بل هېڅ نه دي كړې۔ د ګل په ورځ په شانګله كښې د نادرا مركزونو پرانستې دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل 9 مئی د هېواد د تاريخ يوه توره ورځ وه كله چې د عمران نيازي په مشرۍ كښې شرخوښو د هېواد په ادارو بريد وكړو٬ عمران نيازي سركاري خزانې او د هېواد وقار ته هغه زيات زيان ورسولو كوم چې د پاكستان دښمنانو په تېرو 75 كلونو كښې نه دے رسولے۔ انجینئر امیر مقام ووئيل اوس دا خبره ښكاره شوې چې عمران نيازي د دښمن په ايجنډا كار كوي۔ انجینئر امیر مقام ووئيل پاكستان مسلم ليګ ن يوازينې سياسي ګوند دے كوم چې هېواد روانو چېلنجونو څخه ويستلے شي۔ ده رياستي ادارو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ انجینئر امیر مقام ووئيل اوسنې حكومت د اولس او په خاص توګه د مېرمنو مسئلو حل كولو له عزم لري۔ دې څخه وړاندې انجینئر امیر مقام په الپورۍ او بشام كښې مېرمنو لپاره د بېلو نادرا مركزنو او په كروړه او بلكاني كښې د وېړيا مركزونو پرانسته وكړه۔ ده په شانګله كښې د ایکسين پېسکو ډویژنل آفس هم پرانسته وكړه چې ورسره به د سيمې خلقو ته آسانۍ ترلاسه شي