فيصل آباد څخه اولنے حج پرواز 150 حاجيان صاحبان اوړلو سره حجاز مقدس ته روان شو٬ داخله وزير او نورو اعلې چاراكو ورته په مخه ښه ووې

فېصل آباد۔21مئی(اے پی پی)فیصل آباد نړيوال ائير پورټ څخه د قومي فضائي كمپنۍ پي آئي اے اولنے حج پرواز 1341 د اتوار په سهار 150 حاجيان صاحبان وړولو سره حجاز مقدس ته روان شو۔ وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان دوئي ته په مخه ښه ووې۔ وفاقی وزیر په دې موقعه يوې پروقاره دستورې ته خطاب كښې ګرانو حاجيانو صاحبانو ته د خپل اړخه ٬ د انتظاميې او نورو له اړخه مباركي وركولو سره ووئيل پاك پرورګار تاسو مېلمستيا لپاره رابللې يۍ ٬ زما ايمان دے چې دغلته هغه خلك ځي كوم چې پاك پروردګار وبلي۔ ده ووئيل زه په دې خوشحالي محسوسوم چې د پاك پروردګار مېلمنو ته په مخه ښه وايم۔ ده حاجياتو صاحبانو ته د هېواد سلامتيا او پرمختګ لپاره د دعاګانو خواست هم وكړو۔ ۔رانا ثنااللہ خان ووئيل د حج په موقعه ګردې نړۍ څخه خلق راغلي وي نو ځكه تاسو له به د پاكستان غوره امېج وړاندې كول وي۔ ده ووئيل د روډ ټو مكه لوظنامې لاندې سعودي داخله وزارت امېګرېشن لپاره د 36 زره حاجيانو لوظنامه كړې وه خو زما په خواست دا شمېره 40 زره ته رسولې شوې ده۔ ده ووئيل د پېښور او اسلام آباد 40 زره حاجيانو ته به د امېګرېشن دا آساني ترلاسه وي او دا آساني به راروان كال كښې د کراچۍ، لاهور او فېصل آباد په شمول د نورو ښارونو حاجيانو ته هم وركولې شي۔ په دې موقعه د ائيرپورټ منېجر انور رضا ووئيل چې 21 مئي څخه پېل كېدونكې حج آپرېشن به تر 16 جون دوام لري۔ په دې كښې به د پي آئي اے 22 پروازونه برخه اخلي۔ فېصل آباد څخه به 3500 كسان د حج درناوې ترلاسه كوي۔