رياض 19 مئي (اے پي پي) سعودي عرب د خليجي رياست قطر اقامه لرونكو غېر ملكيانو لپاره د سېلګرۍ او عمره لپاره د وزټ ويزو جاري كولو اعلان كړے دے۔ د سعودي ميډيا له مخې د حج او عمره وزارت وئيلي دي ويزه لپاره به ټولې قانوني لارې د ترسره كولو نه وروستو ويزه جاري كولې شي او د دغې ويزې ډېرې ګټې وي٬ د عمره كولو نه علاوه به ويزه لرونكې د سعودي سېل كولو سره د تګ راتګ سروسز څخه هم مستفيد كېدې شي او دا سروس به په اجتماعي اوانفرادي دواړو صورتونو وركولې شي