د بېلو تعليمي ادارو پلاويو د رېډيو پاكستان او د اے پي پي پېښور د سوځېدلې ودانۍ دوره وكړه

پېښور 17 مئي (اے پي پي) د بېلو تعليمي ادارو پلاويو د رېډيو پاكستان او د اے پي پي پېښور د سوځېدلې ودانۍ دورې كړې دي٬ د فوجي فاٶنډشن٬ الائيډ او د فېډرل ګورنمنټ ګرلز سكول او د آرمي پبلك كالج فار ګرلز زده كوٶنكو نن د رېډيو پاكستان پېښور د ودانۍ دوره كړې ٬ په دې موقع دوي ته د ورانكارو لخوا د مئي په لسمه نيټه براډ کاسټنګ …

پېښور 17 مئي (اے پي پي) د بېلو تعليمي ادارو پلاويو د رېډيو پاكستان او د اے پي پي پېښور د سوځېدلې ودانۍ دورې كړې دي٬ د فوجي فاٶنډشن٬ الائيډ او د فېډرل ګورنمنټ ګرلز سكول او د آرمي پبلك كالج فار ګرلز زده كوٶنكو نن د رېډيو پاكستان پېښور د ودانۍ دوره كړې ٬ په دې موقع دوي ته د ورانكارو لخوا د مئي په لسمه نيټه براډ کاسټنګ هاوس(رېډيو پاکستان) باندې د بريد او ودانۍ ته د زيان رسولو په اړه خبر كړے شول۔ دغسې پلاويو د بريد كوٶنكو لخوا د دفتري الات٬ د عملې د 17 موټر سائيكلو او د راډيو پاكستان دريو ګاډو ته د اور ورته كولو نه هم خبر كړے شول۔ پلاوي د بريد كوٶنكو لخوا د رېډيو او قامي خبر رسنې ادارې اے پي پي د ړنګې كړې ودانۍ او دفترو څارنه وكړه او تباهۍ او ورانے ئې پخپلو سترګو وليدو ۔ په دې موقع د اے پي پي فخر عالم د اے پي پي د زيانونو په اړه پلاوې خبر كړو۔ د يادونې وړ ده تر اوسه د پېښور كور كمانډر٬ د صوبې ګورنر حاجي غلام علي، لنډ مهاله وزيراعلي محمد اعظم خان،د مسلم ليګ (ن) لارښود اميرمقام او حكومتي اهكلارو د رېډيو او د اے پي پي پېښور دوره كړې او د زيان ازالې ئې باور وركړے

مزید خبریں