د قائد اعظم د پرله پسې ٬ سوليزو ٬ آئيني او جمهوري هڅو په نتيجه كښې د نيمې اوچې مسلمانانو ته آزاد وطن ترلاسه شو۔ د آزادۍ تحريك د قائد اعظم محمد علي جناح د سياسي بصيرت او زيركتيا ښكاره ثبوت دے۔ د قائد اعظم محمد علی جناح د 69 مې كليزې په مهال د وزيراعظم شاهد خاقان عباسی پیغام

اسلام آباد ۔ 10 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي ټول قام نن د قائد اعظم محمد علي جناح 69مه كليزه احترام سره لمانځي۔ د قائد اعظم محمد علی جناح د زيركتيا ٬ بصيرت او د لارښودنې صلاحيتونو ټوله نړۍ په عمومي توګه او د سوئيلي آسيا اولس په خصوصي توګه اعتراف كوي او ورته د قدر په سترګه ګوري۔ د ده د پرله پسې ٬ …

اسلام آباد ۔ 10 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي ټول قام نن د قائد اعظم محمد علي جناح 69مه كليزه احترام سره لمانځي۔ د قائد اعظم محمد علی جناح د زيركتيا ٬ بصيرت او د لارښودنې صلاحيتونو ټوله نړۍ په عمومي توګه او د سوئيلي آسيا اولس په خصوصي توګه اعتراف كوي او ورته د قدر په سترګه ګوري۔ د ده د پرله پسې ٬ سوليزو ٬ آئيني او جمهوري هڅو په نتيجه كښې د نيمې اوچې مسلمانانو ته آزاد وطن ترلاسه شو۔ د آزادۍ تحريك د قائد اعظم محمد علي جناح د سياسي بصيرت او زيركتيا ښكاره ثبوت دے۔ د قائد اعظم محمد علی جناح 69 مې كليزې په مهال خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل قائداعظم ټول عمري د جمهوري اصولو سرلوړۍ او د قانون حكمرانۍ له په خپل نصب العين ټينګ وو۔ ده ووئيل د لوئے څښتن په فضل پاكستان په سماجي ٬ اقتصادي او سياسي توګه پرمختګ كوي۔ مونږ له به خپل هېواد تر هغه ځايه رسول وي چرته چې اولس د قائد اعظم د تصوراتو ترمخه آزادۍ ٬ وقار او عزت سره ژوند تېر كړې شي۔ ده ووئيل مونږ بايد د خپل دې عزم پخلې وكړو چې خپل انفرادي او اجتماعي صلاحيتونه به د هېواد او ټولنې ښه والي كښې مصرف كوو۔ ده ووئيل د پاكستان مؤسس ته د عقيدت پېرزونو وړاندې كولو غوره طريقه دا ده چې د قائد اعظم د اتحاد ٬ يقين محكم او نظم وضبط په اصولو د ټينګ پاتې كېدو عزم وكړو او ددې خبرې لوظ وكړو چې مونږ به پاكستان پرمختګ كړې او سوكاله هېواد جوړولو له د قائد اعظم په ميراث ددې حقيقي او اصل روح ترمخه عمل كوؤ۔

مزید خبریں