اسلام آباد ۔ 9 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د خالي په ورځ د پاك فضائيه آپرېشنل ايئربېس سرګودها دوره وكړه۔ د پاك هوائي ځواك مشر ايئر مارشل سهيل امان وزيراعظم ته هركلې ووې۔ وزيراعظم د نوي جوړ كړې شوي ايئر پاور سېنټر آف اېكسيلېنس (اے سي اي) هم دوره وكړه۔ وزيراعظم د اېف 16 الوتكې تربيتي فضائي مشن كښې برخه هم واخسته۔ د پاكستان په تاريخ …
د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پاك فضائيه آپرېشنل ايئربېس سرګودها دوره د هوائي ځواك مشر سهيل امان وزيراعظم ته هركلې ووې۔ وزيراعظم د اېف 16 الوتكې تربيتي فضائي مشن كښې برخه هم واخسته۔ د وزيراعظم د ګران هېواد دفاع له د ځوانانو جذبې ستائنه او په آپرېشنل تياريانو د اطمينان څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 9 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د خالي په ورځ د پاك فضائيه آپرېشنل ايئربېس سرګودها دوره وكړه۔ د پاك هوائي ځواك مشر ايئر مارشل سهيل امان وزيراعظم ته هركلې ووې۔ وزيراعظم د نوي جوړ كړې شوي ايئر پاور سېنټر آف اېكسيلېنس (اے سي اي) هم دوره وكړه۔ وزيراعظم د اېف 16 الوتكې تربيتي فضائي مشن كښې برخه هم واخسته۔ د پاكستان په تاريخ كښې د كوم وزيراعظم فضائي مشن كښې د برخه اخستلو دا وړومبۍ موقع ده۔ مشن څخه بېرته راتلو نه وروستو وزيراعظم فضائي او زمكيزې عملې سره خبرو كښې د ګران هېواد دفاع له د ځوانانو جذبې ستائنه او په آپرېشنل تياريانو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دې نه وړاندې وزيراعظم ته د پاك فضائيه آپریشنل تیاریانو سره سره ددې نورو خذماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم ته ووئيلې شو چې د پاكستان اولنې د ګڼو هېوادونو فضائي مشقونه به د روان كال اكتوبر مياشت كښې كولې شي۔ په دې مشقونو كښې به د 19 هېوادونو هوائي ځواكونه برخه اخلي۔ وزیر اعظم د هېواد د فضائي پولو ساتنه كښې د پاكستان ايئرفورس مهم كردار ستائنه كولو سره د ترهګرۍ لعنت په ضد جنګ كښې هم ددې كردار وستائلو۔










