كوئټه 12 مئي (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر ملك عبدالولي خان كاكړ د مسلم باغ په اېف سي كيمپ د ترهه ګرو بريد په نتيجه كښې يې د اېف سي اهلكارو په شهادت غم دړد څرګندونه كړې۔ د غمرازۍ په بيان كښې ده ووئيل چې د ترهه ګرو په ضد په وخت كاروائي كولو سره مونږ د ډېر لويې زيان څخه بچ كړو۔ د بلوچستان ګورنر ووئيل چې مونږ د قامي اتحاد او اتفاق سره ترهه ګرو او د تخريب كارو ناپاك عزائم خاورې كولې شو۔ د بلوچستان ګورنر د شهيد شويو اېف سي اهلكارو لوړو درجو او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه