د پېښور کور کمانډر د پاكستان راډيو د تباه شوې ودانۍ دوره

پېښور 12 مئي (اے پي پي) د پېښور کور کمانډر لېفټننټ جنرال سردار حسن اظهر حيات د پاكستان راډيو د تباه شوې ودانۍ دوره كړې او امر ئې جاري كړي۔ تفصيلاتو له مخې كوركمانډر لېفټننټ جنرال سردار حسن اظهر حيات ته په دې موقع د شرخوښۍ په ناوړه پېښه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ په دې موقع کور کمانډر د ودانۍ د بېلو برخو دوره وكړه او هدايات ئې جاري كړل۔ ده ووئيل چې د بحالۍ كار دې لا تند كړې شوي۔ د يادونې وړ ده چې د پاك پوځ عمله د راډيو پاكستان پېښور په بحالۍ او صفائۍ كښې بوخت ده