زمونږ سياسي مخالفين د نواز شریف ګوند له په سياست او ټاكنو كښې ماتې نشي وركولې

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)د مسلم لیګ (ن) لارښودې مریم نواز شریف وئيلي دي زمونږ سياسي مخالفين د نواز شریف ګوند له په سياست او ټاكنو كښې ماتې نشي وركولې او نه ئې مقابله كولې شي چې په سوب ئې ھغوي د ګوند او مشرانو په ضد سازشونه كوي۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښې دې ووئيل زمونږ مخالفين د عدالتونو او د ټاكنو …

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)د مسلم لیګ (ن) لارښودې مریم نواز شریف وئيلي دي زمونږ سياسي مخالفين د نواز شریف ګوند له په سياست او ټاكنو كښې ماتې نشي وركولې او نه ئې مقابله كولې شي چې په سوب ئې ھغوي د ګوند او مشرانو په ضد سازشونه كوي۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښې دې ووئيل زمونږ مخالفين د عدالتونو او د ټاكنو كمېسون شاته پټېږي او څوك چې زمونږ په ضد سازشونه كوي مونږ د ھغوي د تنقيد نه هېچرې نه ېرېږو۔ مریم نواز شریف ووئيل پخوانے وزیر اعظم نواز شریف په اقامه لرلو نااهله كړې شوې ٬ خو ولې په ھغه د كرپشن يو تور هم نشته ۔مريم نواز هيله څرګنده كړه چې د مسلم ليګ (ن) سباٶن روښانه دے او د ستمبر په شلمه نيټه به د قامي اسمبلۍ ضمني ټاكنو كښې خبره واضحه شي

مزید خبریں