پېنډۍ 10 مئي (اے پي پي) د پېنډۍ پوليس د ښار د بېلا بېلو تهاڼو په حدود كښې په هله ګله ٬ وراني كولو او د اور لګولو په پېښو كښې 190 كسان نيولي دي۔ د پوليس وياند له مخې د شرخوښو لخوا د ښار په بېلو سيمو كښې سركاري املاك ته زيان رسولے شوے۔ وياند ووئيل په تھاڼه سول لائنز، وارث خان، سټي او صادق آباد كښې د تورنو په ضد مقدمې درج كړې شوي او د ګرفتارۍ نه پس اډياله زندان ته منتقل كړے شوي