پيښور پولیس په اړي ګړي كښې د ككړ كسانو نيولو عمل پيل كړو

پېښور 10مئي (اے پي پي) د پېښور پولیس په اړي ګړي كښې د ككړ مظاهرچيانو د نيولو عمل پل كړے دے۔ اېس اېس پی آپرېشنز هارون الرشید وئيلي دي چې اړي ګړي كښې د ككړ كسانو په ګوته كولو عمل پېل شوے دے او د سی سی ټی وی ویډیوز او جدید ټیکنالوجۍ په مرسته دغه عناصر په ګوته كړې كېږي،تر اوسه ګڼ شمير كسان نيولې شوي۔ده ووئيل د مظاهرچيانو رېډ زون ته داخلېدو څخه منع كولو كښې بريالي شوې يو۔ دا خبره دې ياده وي چې د كورنيو چارو وزرات د اړخه سرکاری او نجی املاك ته زيان رسونكو له وارننګ وركړې شوي چې قانون لاس كښې اخستونكو لپاره به زیرو ټالرېنس وي ، په اړي ګړي كښې ككړ كسانو په ضد د سختې كاروايۍ كولو پريكړه شوې