پېښور 10 مئي (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف پېښور ضلعې نائب صدر عمران سالارزئی د پی ټی آئی کارمندانو ته د پرامن پاتې كېدو اپيل كړې دې۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د پاکستان تحریك انصاف ټولو كارمندانو ته خواست كوو چې پرامن پاتې شي۔ دوي ووئيل پرامن احتجاج زمونږ حق دے خو په دې احتجاج کښې ځيني شرخوښي عناصر سرکاری املاك ته زيان رسول غواړي او ځيني زمونږ د ادارو په ضد منفی ډنډوره كوي لهذا د ډول هېواد د ښمنه عناصرو ته به خپل مينځ كښې د داخلېدو اجازه وركولې نه شي٬ ځكه چې دا زمونږ هېواد دې او چې هېواد وي نو مونږ به يو۔