واشنګټن 10مئي(اے پي پي) د امریکې خارجه محکمې وئيلي دي د امریکا خارجه وزير انټونی بلنکن د چین دوره کول غواړي۔د سعودی خبررسني ادارې له مخې د امريكې خارجه محکمې نائب وياند ویدانت پټیل ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل انټونی بلنکن د چین دوره کول غواړي٬ كله چې حالاتو اجازه راكړه نو لازمی به د چین دوره کوم۔ دا بيان په چین كښې د امريكې سفیر د چین …
انټونی بلنکن د چین دوره کول غواړي ۔ د امریکې خارجه محکمه
واشنګټن 10مئي(اے پي پي) د امریکې خارجه محکمې وئيلي دي د امریکا خارجه وزير انټونی بلنکن د چین دوره کول غواړي۔د سعودی خبررسني ادارې له مخې د امريكې خارجه محکمې نائب وياند ویدانت پټیل ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل انټونی بلنکن د چین دوره کول غواړي٬ كله چې حالاتو اجازه راكړه نو لازمی به د چین دوره کوم۔ دا بيان په چین كښې د امريكې سفیر د چین خارجه وزير سره ملاقات نه پس رامخې ته شوې۔ په دې اړه په چین كښې د امريكې سفیر نکولس برنز خپل يو ټویټ كښې وئيلي چې مونږ د امریکا او چین اړيكو كښې پېښو چیلنجونو او اړيكو مستحکمولو او اعلیٰ كچ مواصلات زياتولو په حاجت د خيالاتو څرګندونه كړې۔











