لندن۔7مئی (اے پی پی) د اسکاټ لېنډ پاكستاني نژاد لومړي وزير حمزه يوسف وئيلي دي چې پاکستان سره اړيكو ته وده وركولو كښې ذاتي خوښي لرم٬ وزيراعظم شبهاز شريف راته د پاكستان دورې كولو بلنه راكړې ده٬ ډېر زر به د پاكستان دوره وكړم۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ملاقات نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ حمزه يوسف ووئيل چې پاکستان او سکاټ لينډ اوږدې تاريخي اړيکې لري۔ ده ووئيل پاكستان سره اړيكو وده وركولو كښې زه ذاتي خوښي لرم۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف سره په ملاقات كښې د دوه اړخيزه تجارت او زده كړو په شمول په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو خبرې وشوې۔ ده ووئيل د پاكستان او سکاټ لېنډ ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره به په ګډه كار كوؤ۔