كراچۍ۔7مئی(اے پی پی) د امريکې د کانګرېس غړې شيلا جېکسن د سندهـ ګورنر کامران خان ټيسوري سره وليدل۔ د ملاقات په مهال د سېلاب ځپلو په بحالۍ ٬ د بيا رغونې او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د اتوار په ورځ د ګورنر هاؤس څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې ګورنر دې ته د سندھ صوبې د دورې كولو بلنه هم وركړه۔ شیلا جېکسن د دورې بلنه قبلولو سره د ګورنر مننه وكړه۔ دې ګورنر ته د امريكائي كانګرېس لخوا د ستائنې سند هم وركړو۔ شيلا جېكس ووئيل سېلاب ځپلي چې څومره كورونو ته اړتيا لري د هغې تفصيلات دې راكړې شي زه به د ممكنه فنډنګ هڅه كوم۔