ملګري ملتونه ۔3مئی(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش وئيلي دي صحافت مونږ له حقائق څخه خبر ساتي خو د نړۍ په ګوټ ګوټ كښې د صحافت په آزادۍ بريدونه كېږي٬د خبریالانو په ضد ناسم معلومات، کرکه خپرونكې وېناګانې او په خبریالانو بریدونه په ټوله نړۍ کښې د صحافت آزادۍ لپاره خطري دي۔ د ملګرو ملتونو مشر دا خبره په كال 1993 كښې د ملګرو ملتونو د …
په خبریالانو بريدونه په ګرده نړۍ کښې د صحافت آزادۍ لپاره خطري دي٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔3مئی(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش وئيلي دي صحافت مونږ له حقائق څخه خبر ساتي خو د نړۍ په ګوټ ګوټ كښې د صحافت په آزادۍ بريدونه كېږي٬د خبریالانو په ضد ناسم معلومات، کرکه خپرونكې وېناګانې او په خبریالانو بریدونه په ټوله نړۍ کښې د صحافت آزادۍ لپاره خطري دي۔ د ملګرو ملتونو مشر دا خبره په كال 1993 كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ قرارداد له مخې هر كال د مئي 3 مه نېټه د صحافت نړيوالې ورځې په توګه د لمانځلو په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل د صحافت آزادي د ډېموکراسۍ او عدالت اساس ده۔ د عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش د دې پېغام يو وډيو د عمومي اسمبلۍ په هال كښې د صحافت نړيوالې ورځې 30 مې سالګرې په مناسبت سره په راجوړه كرې دستوره كښې وچلولې شوه په كومه كښې چې ګردې نړۍ څخه نوموړي خبريالان او د ميډيا او بشري حقونو مشران ګډون كوي۔ د پرانستې په كلمات كښې د ملګرو ملتونو د كلتوري اژانس يونېسكو ډي جي آډري ازولے ووئيل كال 2022 صحافت لپاره يو ناوړه كال ؤ په كوم كښې چې 86 خبريالان وژلې شوي۔ د سوؤنو په شمېر خبريالان د بريدونو د لارې په نخښه كړے شول او يا بنديوان كړے شول۔ د كال 2021 رپورټ كښې انكشاف شوے چې په څلورو كښې درې خبريالانې د آن لائن ځورونو پېښو سره مخ كېږي۔ده ووئيل يونېسكو په ډيجيټل دور كښې د ميډيا او معلوماتو په لوسته كښې د تعليمي پالېسۍ جوړولو كښې نزدې د 20 هېوادونو مرسته كوي










