بيجنګ 02 مئي (اے پي پي) د چين د خارجه وزارت وياند ماؤ نېنګ وئيلي دي د چين رياست کونسلر او خارجه وزير چھن ګانګ د مئي 2مې نيټې نه تر پنځمې نيټې د مانمار دوره كوي او په هند كښې به د اېس سي او د خارجه وزيرانو په غونډه كښې هم ګډون كوي۔ د نهې په ورځ نيوز بريفنګ كښې د خارجه دفتر وياند ووئېل د دورې مقصد …
د چين خارجه وزير چھن ګانګ د مانمار دوره كوي

مزید خبریں
بيجنګ 02 مئي (اے پي پي) د چين د خارجه وزارت وياند ماؤ نېنګ وئيلي دي د چين رياست کونسلر او خارجه وزير چھن ګانګ د مئي 2مې نيټې نه تر پنځمې نيټې د مانمار دوره كوي او په هند كښې به د اېس سي او د خارجه وزيرانو په غونډه كښې هم ګډون كوي۔ د نهې په ورځ نيوز بريفنګ كښې د خارجه دفتر وياند ووئېل د دورې مقصد په جنوري كال 2020 كښې د صدر شي جن پنګ د ميانمار تاريخي دورې په نتيجو عملدرآمد او استحكام په ځائ ساتل٬ د معيشت بحالۍ او د اولس د ژوند معيار ښه كول دي او ځكه د ميانمار مرسته كوي دغسې چې پرمختګ ممكن شي۔ وياند ووئيل د شنګهائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو غونډه سږ كال په څلورم او پنځم مئي د هند په ګوا رايست په سرښار پنجي كښې كېږي۔ د غونډې په مهال به خارجه وزير چھن ګانګ د تنظيم د نورو غړو هېوادونو خارجه وزيران د نړيوال او سيمه ايز صورتحال٬ د شنګھائي مرستې تنظيم په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې او په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي او سږ كال د نتطيم د مشرانو غونډې جامع تيارۍ لپاره به هلې ځلې لا زياتوي










