مزدور د پاك پروردګار دوست دے ٬ زمونږ مذهب مونږ ته په محنت كښې د عظمت درس راكوي٬ عبد القادر بلوچ

خاران ۔ 01 مئی (اے پی پی) د خاران څخه د پاكستان پيپلز ګوند مركزي مشر، د بلوچستان پخواني ګورنر، پخوانې كور كمانډر او پخواني وفاقي وزير جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ د مئي د لومړۍ نېټې د مزدورانو د ورځې په مناسبت خپله وينا كښې وئيلي دي چې د مئي وړومبۍ ورځ د مزدورانو د مبارزې ياد تازه كوي ٬ د مزدورانو مسئلې دې په ترجيحي بنيادونو حل كړې شي او دا زمونږ د ټولو مسؤوليت دے۔ ده ووئيل د هېواد اقتصادي پرمختګ او سوكالۍ د خواري كښو سختو ستړو سره تړلې ده٬ مزدور د هېواد به پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ ده زياته كړه چې د بلوچستان مزدوران يو شمېر ستونزو سره مخ دي۔ د بيان په پايه كښې ده د ګردې نړۍ مزدورانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې مزدور د پاك پروردګار دوست دے ٬ زمونږ مذهب مونږ ته په محنت كښې د عظمت درس راكوي۔