پېښور ۔25 اپرېل(اے پی پی) په كبل سي ټي ډي تھاڼه كښې د رامخې ته شوې پېښې په نتيجه كښې د شهيد شويو شمېره 17 ته رسېدلې ده۔ د رېسكيو چارواكو له مخې د پېښې په ځايې كښې سرچ او رېسكيو عمليات روان دي٬ تېره شپه 70 ژوبل شوي كسان روغتون ته منتقل كړې شول۔ د روغتون رپورټ له مخې په چاؤدنه كښې 17 كسان شهيدان او 51 ژوبل شول۔ ژوبل شويو كښې ځينې كبل او سېدو شريف روغتون او ځينې زيات سوزيدلي كسان د پېښور برن سېنټر منتقل كړې شول۔ د پوليس له مخې په 9 شهيد شويو پوليس افسرانو كښې سب انسپکټرعبداللہ، اشرف علی او اے ایس آئی شېر عالم شامل دے۔ دغسې سپاهی تاج محمد ،شیرولی ،خلیل رحمان، بخت روخان، عصمت علی او فضل رزاق هم په دې پېښه كښې شهيد شوے دے۔ بلخوا آئي جي پي اختر حيات خان وئيلي چې په پوليس سټېشن بهر څخه د بريد كوم شواهد نه دي ترلاسه شوې۔ دا چاؤدنه په مال خانه كښې په پرتو چاؤدېدونكو توكو كښې وشوه۔ د دې علت معلومولو له پلټنې روانې دي۔ د سوات چاؤدنې پېښه كښې د 9 اهلكارو د جنازې لمونځ ادا كړې شو په كوم كښې چې د پېښور کور کمانډر ، آئی جی پولیس، آئی جی ایف سی او نورو ګډون وكړو۔ د چارواكو له مخې په چاؤدنه كښې مړو شويو كښې 5 بنديان هم شامل دي۔