پشاور۔25اپرېل(اے پی پی) د سوات په سي ټي ډي پوليس سټېشن کښي د شوې چاودني ابتدائي رپورټ جاري کړے شوے دے۔ د رپورټ له مخې زيات احتمال دا دے چې چاودنه په مال خانه د وسلې او چاؤدېدونكو توكو په زېرمه كښې د شارټ سرکټ له امله رامنځته شوې ده۔ تېره شپه د سوات په كبل سيمه کښې په سي ټي ډي پوليس سټېشن كښې د شوې چاؤدنې په نتيجه كښې د سي ټي ډي 15 اهلكار مړه او 57 ژوبل شوي په كومو كښې چې د 8 كسانو حالت اندېښمن ښودلے شي۔ د پوليس رپورټ له مخې زيات احتمال د دے خبرې دے چې دا پېښه په پوليس سټېشن كښې د شارټ سركټ له امله رامينځته شوه٬ تر دې دمه بهر څخه د كومې ترهګرۍ شواهد نه دي ترلاسه شوې۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي چې د پوليس سټېشن په مال خانه كښې چاؤدېدونكو توكو اور واخست چې ورسره چاؤدنه وشوه۔ د دې پېښې د نورو اړخونو هم جاج اخستلے شي۔ په ابتدائي توګه دا يو ځانمرګې بريد ښودلے شوے وو خو وروستو د سوات ډي پي او ووئيل چې تر دې دمه د دې پېښې د ځانمرګې بريد كېدو هېڅ شواهد نه دي ترلاسه شوې۔ ځانمرګې بريد كوؤنكې ځان په دروازه الوزوي ولې دلته چاؤدنه په تھاڼه كښې دننه شوې ده ځكه زيات امكان دا دے چې په مال خانه كښې چاؤدېدونكو توكو شارټ سركټ څخه اور اخستې٬ چاؤدنه شوې او د تھاڼې يوه برخه پرېوتې ده۔