کوئټه۔24اپرېل(اے پی پی) د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضياء الله لونګو د کھوسه قبيلې د مشر او د صوبايي اسمبلۍ پخواني سپيکر مير ظهور خان کهوسه په مړينه خواشيني څرګنده کړې ده۔ په خپل بيان كښې مير ضياء الله لونګو د بلوچستان اسمبلۍ غړو مير سليم خان کهوسه او مير اظهار خان کهوسه سره د غم په دې موقع د خواخوږۍ څرګندونه وکړه۔ ده ووئيل چې د مير …
مير ضياء الله لونګو د مير ظهور خان کهوسه په مړينه خواشيني وښودله
کوئټه۔24اپرېل(اے پی پی) د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضياء الله لونګو د کھوسه قبيلې د مشر او د صوبايي اسمبلۍ پخواني سپيکر مير ظهور خان کهوسه په مړينه خواشيني څرګنده کړې ده۔ په خپل بيان كښې مير ضياء الله لونګو د بلوچستان اسمبلۍ غړو مير سليم خان کهوسه او مير اظهار خان کهوسه سره د غم په دې موقع د خواخوږۍ څرګندونه وکړه۔ ده ووئيل چې د مير ظهور خان کهوسه سياسي او قومي خدمتونه به تل ياد ساتلې شي. ده ارواښاد له د لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د زغم دعا وكړه۔










