د دوه مېرمنو آډيو زياته اندېښمنه ده٬ د دې معاملې بايد بايد فوري سوموټو نوټس واخستې شي٬ د داخله وزير رانا ثناﺀ الله خان ميډيا سره خبرې

فېصل آباد ۔24اپرېل(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي چې د دوه مېرمنو ترمېنځه د خبرو اترو آډيو ډېره د اندېښنې وړ ده، سپريم کورټ دې په سمدستي توګه په دې اړه سوموټو نوټس واخلي دغسې چې اصل حقايق او پس منظر په ډاګه شي۔ تېره ورځ په فېصل آباد کښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په دې آډيو ليك كښی چې د اعلی عدليې د ځينو شخصياتو نامې اخستو سره خبرې شوي دي په دې اړه هر پاکستانې اندېښمن دے ولې چې د كور مېرمنو بايد په دا ډول نامناسبه خبرې نه وې كړې۔ ده ووئيل كه د كور مېرمنې د كوم ګوند خلق غدارۍ ته وپاروي او دا ډول متنازعه خبرې وكړي نو ددې خو به بيا اثرات وي۔ ۔رانا ثنااللہ ووئيل د انصاف په ايوانونو كښې ناست د خپلو خپلوانو نه بلكې د آئين او قانون پابند وي۔ ده ووئيل په كومه طريقه چې نوازشريف نااهل كړې شوې وو دغې سره هم د هېواد وقار ته زيان رسېدلے وو۔ رانا ثناﺀ الله ووئيل چې كه فارنزك آډټ او د اېف آئي اے په تحقيقاتو كښې دا آډيو جعلي ثابت شوه نو بيا د تور لګوؤنكو په ضد دې سخته كارروائي وكړې شي۔ ده ووئيل دا ډول آډیوز او وډیوز تېر وخت كښې هم رامخې ته شوي دي بياهم هغه نظرانداز كړې شوې٬ خو كه اوس دغسې وشوه نو پاك پروردګار دے نه كړي دې سره به د يوې ادارې نېك نامۍ ته زيان رسي۔ ده ووئيل كه د پنجاب پخواني اعلی وزير چوهدري پروېز الهي په ضد په دې ډول جرم كولو فوري كارروائي شوې وه نو نن به دا آډيو نه رامخې ته كېده۔ ده ووئيل مونږ له ټاكنو تېښته نه كوؤ٬ غواړؤ چې ټاكنې په خپل وخت وكړې شي۔ ده ووئيل كله چې ټاكنې وي نو د نون ليګ د ټاكنو كمپائن مشري به نواز شريف كوي۔