هند د بحريه پلېټ فارم څخه د انټرسېپټر ميزائل تجربے كولو ادعا وكړه

بھونيشور 23 اپرېل (اے پي پي) هندي ډيفنس ريسرچ اېنډ ډوېلپمنټ آرګنائزېشن (ډي آر ډي او) او د هند بحريه د اړيسه رياست د سمندر د غاړې نه په سمندري كښې د فائر كوٶنكې انټرسېپټر ميزائل د وړومبې فلائټ تجرې كولو ادعا كړې ده۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د هند پرېس انفارمېشن بيورو خپل يو رپورټ كښې وئيلي دي چې خليج بنګال كښې د تجربې مقصد د دښمن د بېلسټك ميزائل د خطر مخنيوي كول او ھغه بې اثر كول دي۔ ډي آر ډي او د بېلسټك ميزائل خطرې بې اثر كولو صلاحيت سره په زمكه د فائر كوٶنكي بي اېم ډي سسټم مظاهره هم كړې ده