ګورنر غلام علي او د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله وزيراعليٰ اعظم خان د طورخم دوره وكړه

لنډي کوتل/نمائنده 19 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي او لنډ مهاله وزيراعلي اعظم خان په ضلع خېبر كښې د طورخم بارډر دوره كړې٬ د خاورو كمرو لوېدو د ځاے ئې څارنه وكړه او د آپرېشن ئې جاج واغست ۔ په دې موقع اړوند چارواكي او ځائي سياسي مشران هم موجود وو۔ دغسې ګورنر او وزيراعلي دړد مندو كورنيو او ځائي مشرانو سره ملاقات وكړو او دوي ته ئې د هر ډول ممكنه مرسته باور وركړو۔ په دې موقع ګورنر او وزيراعلٰې ته ضلعي انتظاميې د ريسكيو او ريليف په اپرېشن بريفنګ وركړو او دوي د اپرېشن لا تندولو امر وكړو۔