كوهاټ – د مسافر فلائنګ كوچ وېن ژورې كندې ته د پرېوتو پېښه ٬ يو شمېر كسان ژوبل

پېښور ۔18اپرېل(اے پی پی) په كوهاټ هنګو روډ چكر بالا ته نزدې د مسافر فلائنګ كوچ ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې يو شمېر مسافر ټپيان شوي دي۔ د پولیس چارواكو له مخې دا پېښه د تند رفتارۍ له امله رامخې ته شوه۔ ریسکیو ډلې د پېښې ځايې ته رسېدو سره ژوبل شوي كسان کوهاټ ډسټرکټ هېډکوارټرز روغتون ته منتقل كړي دي۔ د روغتون ذريعو له مخې ژوبل شويو كسانو حالت خطر څخه بهر ښودلے شوے دے۔ بلخوا پوليس د فلائنګ كوچ ډرائيور په ضد مقدمه درج كولو سره لا پلټنې پېل كړې دي۔