فېصل آباد۔17اپرېل(اے پی پی) د حج 2023 انتظاماتو جاج اخستو غونډه د مذهبي چارو وزارت لاندې د دوهم كمشنر آفس په كنفرنس روم كښې د شورؤ په ورځ وشوه۔ د غونډې مشري د حاجي كېمپ لاهور انچارج محمد عارف ظهور وكړه۔ غونډه كښې دوهم اسسټنټ كمشنر مجیب اکبر شاہ او د نورو اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ د حاجي كېمپ انچارج ووئيل چې فېصل آباد څخه به كه پاك پروردګار ته منظور وي 3 زره 300 كسان د حاج درناوې ترلاسه كړي۔ ده ووئيل د مئي په دويمه اونۍ كښې به حاجيانو ته تربيه وركول پېل شي۔ ده ووئيل د مذهبي چارو وزارت حاجيانو لپاره د هر ډول آسانيو برابرولو هره ممكنه هڅه كوي۔ ده حاجيانو لپاره د خپلو خذماتو په وړاندې كولو د ډپټی کمشنر آفس او د ټولو اړوندو برخو چارواكو مننه وكړه۔