ظفر محمود د مفتی عبدالشکور په ناڅاپه مړینه خواشینی وښودله

پېښور17 اپرېل (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا د نګران وزیراعلی صلاح کار ظفر محمود د مذهبی چارو وفاقی وزیر مفتی عبدالشکور په ناڅاپه مړینه خواشینی ښودلې ده۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده غمجنې كورنۍ سره خواخوږي ښكاره كولو سره دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔