كابل 09 فروری(اے پی پی)د افغانستان خارجه وزارت وئېلي دي چې د تركيې په زلزله كښې تقريبا 100 افغان وګړي مړه او ژوبل شوي۔د افغان مېډيا له مخې د خارجه زارت نائب وياند ضيا احمد تكال په بيان كښې وئېلي دي چې د تركيې په زلزله كښې د ځپليو شويو افغان وګړو شمېره حتمي نه ده بلكې په دې اضافه كېدې شي۔ده ووئيل چې په زلزله كښې تقريبا 100 افغان وګړو كورونو ته هم زيان رسېدلې دې۔