د شمالي كوريا د بلېسټك مېزائل تجربه ناكامه شوه

پيانګ يانګ 31 مئي (اے پي پي) د شمالي كوريا د بلېسټك مېزائل تجربه ناكامه شوه۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د سوئيلي كوريا چارواكو وئيلي دي چې د شمالي كوريا لخوا په ختيز سمندري غاړې سيمه كښې د بېلسټك مېزائل د تجربې هڅه شوې خو دا هڅه ناكامه شوې۔ خو دا نه ده معلومه شوې چې دا كوم ډول مېزائل و۔ د دې څخه وړاندې د شمالي كوريا د مېزائل درې تجربې ناكامه شوې۔ په شمالي كوريا ملګرو ملتونو په كال 2006م كښې د اتومي تجربه كولو او د بېلسټك مېزائلو په استعمال بندېز لګولې و۔ د يادونې وړ ده چې د شمالي كوريا لخوا په جنورې كښې د څلورمې اتومي تجربې او د ګڼ شمېر مېزائلو د تجربو نه پس په منطقه كښې تاؤ تريخوالې پېدا شوے۔