سرينګر 04 جنوري (اے پي پي) د كنټرول لائن دواړه اړخه او په ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريان به 5 جنوري د خپلواكۍ حق ورځ لمانځي٬كشميريان به په دې ورځ د آزادۍ خپلو هلو ځلو او هغه تر منطقي انجام رسولو د خپل عزم پخلې كوي٬د كشمير مېډيا سروس له مخې د دې ورځې لمانځلو اپيل كل جماعتي حريت كنفرنس كړی۔په جمو كشمير٬آزاد كشمير٬پاكستان او د نړۍ ټولو لويو ښارونو كښې به احتجاجي مظاهرې٬لاريونونه٬سېمينارونه او نور پروګرام كولې شي دغسې چې ملګرو ملتونو ته ياد كړې شي چې د كشمير شخړی حل كولو لپاره په څپلو قراردادونو عملدرآمد وكړي او كشميريان د هند د ظلم څخه آزاد كړي