لاپاز 31 دسمبر (اے پي پي) بوليويا كښې د مسافرو يو بس ژوري كندي ته پريوتې چې په نتيجه كښې ئې 11 كسان مړه او 28 ژوبل شوې دي۔د چين خبررسني ادارې له مخې ځائې پوليس وياند ميډيا ته ووئيل تيره ورځ د مسافرو يو بس صوبه مينوئل ماريا څخه سيپينا پلو روان ؤ چې په دې مهال د ډرائيور څخه بے قابو كيدو سره ژوري كندي ته پريوتې او په نتيجه كښې ئې 11 كسان مړه او 28 ژوبل شوې دي۔ده ووئيل ځائې پوليس او ريسكيو اهلكارو مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې دي۔ده ووئيل ځائې پوليس او د ټرافك اهلكار د پېښي سبب معلومولو لپاره پلټني كوي۔