افغانستان – صوبائي پوليس مشر سره د خپل دوه ساتونكو ووژل شو

کابل ۔26دسمبر(اے پی پی) د افغانستان په بدخشان ولایت كښې پوليس هېډ كوارټر ته نزدې په یوه چاودنه کښې د صوبائي پوليس مشر او دده دوه ساتونکي وژل شوي دي۔ چینايي رسنیو د افغان امنیتي سرچینو حواله وركولو سره وئيلي چې د ګل په ورځ د افغانستان په بدخشان ولايت كښې پوليس هېډ كوراټر ته نزدې چاؤدنه وشوه۔ په دې پېښه كښې په كومه كښې چې د بدخشان صوبائي پوليس مشر ګاډې په نښه كړې شوې وو صوبائي پوليس مشر سره د خپلو دوه ساتونكو ووژل شو۔