په چین کښې د سرو زرو کان نړېدلی، د کان کیندونکو د ایستلو لپاره رېسكيو عملیات روان دي

بيجينګ 26 دسمبر (اے پي پي) په چين كښې د سرو زرو كان غورځېدلې ٬ ريسكيو عملې 28 كسان ژوندي راويستلې دي۔ د چين د خبري اژانس د خبر له مخې د چين په سنكيانګ ولايت كښې د سرو زرو كان نړېدو له امله 40 كسان ګېر شوي بياهم ريسكيو عملې 28 كسان حفاظت سره راويستلې دي۔ د چارواكو وېنا ده چې د پاتې 12 كسانو راويستلو له عمليات روان دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په دې وروستيو کلونو کښې د کانونو په برخه کې امنيتي تدابير ښه شوي، خو لا اوس هم د کان د نړېدو پېښې رامنځته کېږي، د تېر کال په ستمبر مياشت کښې د چين په شانګهائي ولايت کښې د كوئلې كان نړېدو له امله 19 مزدوران ګېر شوې وو۔