
اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې د اے پي اېس پېښې قام د ترهګرۍ په ضد پرېكنده جنګ له چمتو كړے٬ ټول قام د ترهګرۍ باقياتو په حتمي توګه ختمولو لپاره يو موټې شوېدے۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د اے پي اېس پېښې شهيدانو په اتم تلين خپل پېغام كښې ووئيل شرخوښو عناصرو په بې ګناه كوچنيانو بريد كړې٬ دوي ئې شهيدان كولو سره انسانيت سوز ظلم كړې۔ ده ووئيل د اته كاله تېرېدو باوجود د دې ناوړه پېښې ياد نن هم زمونږ په زړونو كښې تازه دې٬ د 16م دسمبر ورځ به د آرمي پبلك سكول د شهيدانو عظيمه قربانۍ تل رايادوي۔ صدر مملکت ووئيل د ترهګرۍ هره هڅه د ترهګرۍ په ضد د جنګ عزم كمزورې كولې نشي۔ ده ووئيل دا ورځ مونږ ته د ترهګرۍ په ضد د خپلو ځانونو قربانۍ هم يادوي٬ دا ورځ نړيوالې ورورولۍ لپاره هم ياد دهاني ده چې ترهګري زمونږ د ټولو مشتركه مسئله د او مونږ ټولو له به په ګډه د نړۍ نه د دې خاتمې لپاره خپلې هلې ځلې ګړنډۍ كول وي۔ صدر مملكت دعا وكړه چې لوي څښتن دې د اے پي اېس شهيدانو ته لوړې درجې وركړي۔