رياض08 دسمبر(اے پی پی)سعودي عرب وئېلي دي چې سعودي عرب به د چين د توان په څانګه كښې د باور وړ شراكتدار وي۔د سعودي عرب خبري اژانس ادارې له مخې د سعودي عرب د توان وزير شهزاده عبدالعزيز بن سلمان تېره ورځ د چين صدر شي جن پنګ د رياض سركاري دورې په اړه وئېلي دي چې چې سعودي عرب به د چين د توان په څانګه كښې يو د باور وړ شراكتدار وي۔د سعودي پرېس ايجنسۍ له مخې شهزاده عبدالعزيز وئېلي دي چې سعودي عرب به په دې څانګه كښې د چين آزمائېلې شوې٬د باور وړ شراكتدار وي۔ده ووئيل سعودي عرب او چين به په هېواد كښې يو سيمه ايز مركز جوړولو سره د توان د ترسيل په لړ كښې مرستې ته وده وركوي۔