كوئټه كښې د پوليس اهلكارو لارۍ ته نزدې چاؤدنه ٬ 2 كسان مړه ٬ 24 ژوبل

کوئټه ۔30 نومبر(اے پی پی) د كوئټې په بليلي سيمه كښې د پوليس اهلكارو لارۍ ته نزدې د چاؤدنې پېښه كښې دوه كسان مړه 24 ژوبل شوي دي۔ د پوليس چارواكو له مخې دا بمي چاؤدنه د شورؤ په سهار د كوئټې كلي واله سيمه بليلي كښې رامخې ته شوه۔ په لارۍ كښې د بلوچستان كانسټېبلري اهلكار د پوليو ډيوټۍ له روان وو۔ د كوئټې پوليس مشر اظفر مهسر خبريالانو …

کوئټه ۔30 نومبر(اے پی پی) د كوئټې په بليلي سيمه كښې د پوليس اهلكارو لارۍ ته نزدې د چاؤدنې پېښه كښې دوه كسان مړه 24 ژوبل شوي دي۔ د پوليس چارواكو له مخې دا بمي چاؤدنه د شورؤ په سهار د كوئټې كلي واله سيمه بليلي كښې رامخې ته شوه۔ په لارۍ كښې د بلوچستان كانسټېبلري اهلكار د پوليو ډيوټۍ له روان وو۔ د كوئټې پوليس مشر اظفر مهسر خبريالانو سره خپلو خبرو كښې ووئيل د چاؤدې دې پېښه كښې نزدې 20 پوليس اهلكار او څلور وګړي ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل دا چاؤدنه ځانمرګې وه په كومه كښې چې 25 كلوګرام چاؤدېدونكي توكي وكارولې شؤ۔ ډي آئي جي اظهر مهسر ووئيل دې پېښه كښې 2 كسان مړه شوي هم دي په كوموكښی چې يو پوليس اهلكار او بل يو لاروے شامل دے۔ مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولې شوي دي۔ د سول روغتون وياند ډاكټر وسيم بېك د دوه كسانو د مړينې تصديق كولو سره ووئيل روغتون ته 24 ژوبل كسان راوړلے شؤ۔ د ډی آئی جی پولیس کوئټه له مخې په لارۍ كښی ناست پوليس اهلكار پوليو ډيوټۍ له روان وو٬ لږه شېبه وروستو د پوليو ګاډي دې ځائې څخه تېرېدل۔ د دې چاؤدنې د لاسه نور ګاډي هم زيانمن شول۔ د چاؤدنې پېښې څخه وروستو په سمدستي توګه د كوئټه په روغتونونو كښې اېمرجنسي نافذ او طبي عمله چمتو كړې شوه۔