بيجنګ 30 نومبر (اے پي پي) د چين پخوانے صدر او د کميونسټ پارټۍ عمومي سېكتر جيانګ ژيمن د 96 كالو په عمر كښې مړ شوې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې واكمن كميونسټ ګوند، پارلمان٬ كابينې او د پوځ لخوا د چين اولس په نامه يوه چيټۍ كښې د ده د مرګ اعلان كولو سره وئيلي دي چې كامرېډ جيانګ ژيمن مړ شوے دے۔ په چيټۍ كښې وئيلي …
د چين پخوانې صدر جيانګ ژيمن د 96 كالو په عمر كښې مړ شو

مزید خبریں
بيجنګ 30 نومبر (اے پي پي) د چين پخوانے صدر او د کميونسټ پارټۍ عمومي سېكتر جيانګ ژيمن د 96 كالو په عمر كښې مړ شوې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې واكمن كميونسټ ګوند، پارلمان٬ كابينې او د پوځ لخوا د چين اولس په نامه يوه چيټۍ كښې د ده د مرګ اعلان كولو سره وئيلي دي چې كامرېډ جيانګ ژيمن مړ شوے دے۔ په چيټۍ كښې وئيلي شوې دي چې جيانګ ژيمن يو زبردست لارښود ٶ٬ د دوي مرګ زمونږ ګوند٬ پوځ او د ټولو نسلي ډلو لپاره نه پوره كېدونكے زيان دے۔ د يادونې وړ ده چې جيانګ ژيمن د كال 1989 څخه تر 2002 د چين د كميونسټ پارټۍ عمومي سېكتر ٬ د كال 1989 نه تر 2004 د سنټرل ملټري كمېشن چيئرمېن او د كال 1993 نه تر 2003 د هېواد صدر پاتې شوے۔










