
اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) دفاعي پېداوار لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم وئېلي دي امريكا او نورو نړيوالو قواؤ دوه مخيزه پالېسۍ خپله كړې ده ٬ يو پلو جمهوري حكومتونه ختمولې شي او بې نامه سېټ آپ جوړوي نو بل خوا هم دغه نړيوال طاقتونه د كشمير پھ مسئله غلې دي٬د نړيوالې ورورولۍ ضمير بېدارولو له د مسلمانانو هېوادونو يو موټے كولو ته اړتيا ده۔د كشمير مسئله د پاكستانيانو او مسلمانانو يوازې نه د انسانيت مسئله ده٬د نړۍ تر ټولو لويې جمهوريت ادعا كونكي د هند حكومت په مقبوضه كشمير كښې د مېرمنو او ماشومانو سره ناروا سلوك كوي٬د ګل په ورځ دي ده انسټي ټيوټ آف سټراټېجك سټډيز كښې د فرزانه قاضي كتاب”سېكرټس آف كشمير ويلي”مخ كتنې دستورې ته خطاب كولو۔په دې موقع دي انسټي ټيوټ آف سټراټېجك سټډيز ډائرېكټر جنرل او پخواني سفير مسعود خان٬د نېشنل ډيفنس پوهنتون٬د ګلوبل سټډيز څانګې مشر او پخواني سېكتر عام كمال پشمول د كشمير لارښود موجود وو۔سناتور لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم خان ووئيل د هند حكومت په كشمير كښې د مېرمنو او ماشومانو سره ناروا سلوك كوي۔