د مصر غوندې به سوريه سره هم اړيكې بحالوٶ٬ سياست كښې د مرورتيا هېڅ ځاے نشته۔ رجب طيب اردوان

انقره 28 نومبر (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي د مصر غوندې سوريه سره به اړيكې بحالوٶ٬ سياست كښې د مرورتيا لپاره هېڅ ځاے نشته۔ د تركيه خبر رسنې ادارې له مخئ ده د قونيه دورې په مهال يوتھ غونډه كښې د ګډون په مهال ووئيل مصر سره اړيكې به معمول ته راوستلو لپاره به په وړومبي پړاٶ كښې د وزيرانو په كچه او بيا به د حكومتي مشرانو په كچه خبرې كولې شي۔ ده ووئيل ما د مصر صدر عبدالفتاح السېسي سره نيم ساعت نه تر 45 دقيقو لنډ ملاقات كړے او په دې مهال مې د مصر صدر ته ووئيل اوس به په لاندې كچه زمونږ وزيران دوه اړخيزه دورې پېل كوي او د دې نه پس به د مشرانو په كچه د مذاكرات دائره پراخه كولې شي، زمونږ ټولې هڅې د مصر او تركيه ترسره د اړيكو بهترۍ لپاره دي او د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه اړيكې ډېرې مختلف او قوي دي، بايد مونږ دا طاقت بل چا ته ونه سپارو