موغادېشو 28 نومبر (اے پي پي) د صوماليه په پايه تخت موغادېشو كښې ايوان صدر سره نزدې هوټل كښې د دوه بمي چاٶدنو په نتيجه كښې 4 كسان مړه شوي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې امنيتي اهلكار محمد داهر ووئيل ترهګر د ودانۍ په يوه كوټه كښې ګېر شوي او تر اوسه د چاٶنو له امله د څلورو كسانو د مړينې تصديق شوے٬ د سركاري چارواكو پشمول يو شمېر كسان ژوبل شوي٬ کالعدم تنظيم الشباب د دې بريد ذمه واري اغستې ده د دې نه وړاندې دا خبر راغلے ٶ چې په دې بريد كښې د سلامتيا وزير ژوبل او د ماحوليات وزير روغ وتے دے