بیجنګ۔ 28 نومبر(اے پی پی) په چين كښې د يوې ورځې په مهال د كورونا وائرس 40 زره 52 كېسونه رامخې ته شوي۔ د روسي خبري اژانس له مخې په چين كښې تېره ورځ د كورونا وائرس 40 زره 52 كېسونه رامخې ته شول او دا شمېره د وبا د پېل كېدو نه تر دې دمه تر ټولو زياته ده۔ بلخوا چينائي چارواكي په زيرو كووډ پالېسۍ عمل كوي د كوم په ضد چې په يو شمېر سيمو كښې لاريونونه ويستلې شي