د مصر جنګي الوتكه پرېوته ٬ عمله محفوظ پاتې شوه

قاهرہ۔28نومبر(اے پی پی) د مصر جنګي الوتكه د تربيتي پرواز په مهال پرېوته ٬ په پېښه كښې عمله محفوظ پاتې شوې۔ عرب نيوز د مصري پوځ وياند حوالې سره وئيلي چې دا پېښه د تكنيكي نقص له امله رامخې ته شوه ٬ بياهم په پیښه كښې د الوتكې عمله سلامت پاتې شوې ده ٬ دغسې په كوم ځائې چې الوتكه راپرېوتلې دغلته هم كوم زيان نه دے شوے۔ ده ووئيل اړوند چارواكي د پېښې حوالې سره ضروري ګامونه پورته كوي۔ دا خبره دې ياده وي چې د روان كال جون مياشت كښې هم د مصر يوه جنګي الوتكه د تكنيكي نقص له امله راپرېوتې وه٬ په دغه پېښه كښې هم پائيلوټ محفوظ پاتے شوے وو۔