سېلاب ځپليو ته د مرستې نغد رقم وركولو سره سره به كرونده ګرو ته د غنمو تخم ويړيا وركولې شي۔ د لورالائي كمېشنر

کوئټه ۔27 نومبر(اے پی پی) د لورالايي ډويژن کمېشنر محمد ګل خلجي وئيلي دي چې په باران ځپلو سيمو کښې له بېړنيو مرستو وروسته به اوس په يادو سيمو کښې له زيانمنو شويو سره د نغدو پيسو د وېش ترڅنګ د غنمو وړيا تخم هم وېشلې شي دغسې چې زيانمن کسان په خپلو پښو ودرېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د موسى خېلو تحصيل داروګ دوره كولو په مهال د …

کوئټه ۔27 نومبر(اے پی پی) د لورالايي ډويژن کمېشنر محمد ګل خلجي وئيلي دي چې په باران ځپلو سيمو کښې له بېړنيو مرستو وروسته به اوس په يادو سيمو کښې له زيانمنو شويو سره د نغدو پيسو د وېش ترڅنګ د غنمو وړيا تخم هم وېشلې شي دغسې چې زيانمن کسان په خپلو پښو ودرېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د موسى خېلو تحصيل داروګ دوره كولو په مهال د سېلاب ځپلو او د سيمې خلقو سره خبرو كښې وكړه۔ د سيمې خلقو كمشنر ته ووئيل چې په تحصيل دروګ كښې د تېرو بارانونو دلاسه زيات زيان شوے دے۔ په دې مهال كمشنر په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د سېلاب ځپليو فهرستونه تيار كړې شوي د دې له مخې به مرسته كولې شي او چا سره به زياتې كولې نه شي